مطبوعاتي خپرونه

د نړيوال بانک ګروپ راپور: افغانستان کولی شي چې د بېلابېلو ولایتونو د تجربو په رڼا کې په دې هېواد کې د کاروبار او سوداګرۍ حالت غوره او اسانه کړي

2017 می 17


کابل، د ۱۳۹۶ کال د غویي ۲۷ ( چې د ۲۰۱۷ د مې له ۱۷ سره سمون لري) ـــ  په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ۲۰۱۷ د راپور موندنې چې نن د نړیوال بانک خپرې شوې شوې ښیي، چې افغان متشبثین په نسبتا اسانه توګه کولی شي سوداګریز جواز ترلاسه کړي، حال دا چې د سوداګرۍ پیل او ترسره کولو په برخه کې د پاته بهیر د بشپړولو لپاره د پام وړ خنډونو سره مخ دي.

په کابل او مطالعه شوو ولایتونو( کندهار، ننګرهار بلخ هرات) کې د سوداګریزو مقرراتو او لوایحو د اغیزمنتوب او کیفیت هراړخیز توپیرونه شتون لري. دغه راپور په کندهار، جلال اباد، هرات او مزارشریف په ښارونو کې چې د هېواد مهم سوداګریز مرکزونه ګڼل کېږي، د سودارګري د ترسره کولو څرنګوالی مطالعه کوي.

دا لومړنی څېړنیز راپور دی چې د ولایتونو په کچه د سوداګرۍ ترسره کولو په تړاو سوداګریز مقررات او لوایح په څلورو لاندو برخو کې مطالعه کوي: د سوداګرۍ جواز ترلاسه کول، ودانۍ، د برېښنا مزی ترلاسه کول او د ملکیت ثبتول. د راپور موندنې، غوره سوداګریزې کړنې جوتوي چې له تجربو څخه یی له یو ولایت څخه بل ولایت ته د سوداګرۍ د پراخولو په موخه د یادو بهیرونو په لا غوره کولو کې ګټه اخیستل کېدای شي.

کابل هغه ولایت دی چې د  تشبث د جواز ترلاسه کولو او د برېښنا مزي اخیستلو به برخه کې د اصلاحاتو د پلي کولو او اسانتیاوو د رامنځته کولو له پلوه تر نورو  مخکښ دی. نورو ولایتونو ته د دا ډول سمون او اسانتیاوو پراخول به په یادو ښارونو، کلیو او بانډو کې هم خصوصي متشبثین له دې اسانتیاوو برخمن کړي. غښتلي ولایتي ادارې کولی شي په ولایتونو کې اغیزمن مقررات او لوایح رامنځته کړي څو د اړتیا وړ سرچینې د کابل له اغېزه چېرې چې د بېروکراتیکو پېچلو پروسوو له وجې ټکنۍ شوي، وژغوري.

د ولایتونوو په کچه ځینو ادارو د اوږدو، پېچلو، او بیروکراتیکو پروسوو د وخت او لګښت په راکمولو، غوره کړنې نندارې ته وړاندې کړي، ځکه د اړوندو مقرراتو په رامنځته کولو او پلي کولو کې یې لاسونه پرانیستې دي او ګټه یې ورڅخه اخیستې. د بېلګې په توګه: کندهار د « ودانۍ جواز اخیستلو» په برخه کې د سهولت رامنځته کولو له پلوه تر ټولو مخکښ دی، په داسې حال کې چې بلخ ولایت بیا د سوداګرۍ ترسره کولو په تړاو په یادو څلورګونو برخو کې د سهولت رامنځته کولو له پلوه دویم ځای لري.

د ۲۰۱۶ کال د راپور له مخې افغان چارواکو په هېواد کې د سوداګرۍ چارو د اسانولو په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي، چې له دې ډلې یو هم د سوداګریزو جوازونو د ترلاسه کولو د بهیر اسانول دي چې له کبله یې د کابل او څلورو مطالعه شوو ولایتونو کړنې له نړیوالې منځنۍ کچې څخه لوړې دي . همداراز د ودانیز صنعت د خوندی تابه لپاره کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ودانیزو جوازونو د صادرولو په موخه  واحد مرجع رامنځته کړه او همداراز یې داسې مقررات رامنځته کړل چې له مخې یې د ودانۍ رغاونې د وروستي تصویب ځانګړتیاوې په کې روښانه شوي دي. پر دې سربېره له محاکمو څخه د ملکیتونو د ثبت مدیریت لېږد او پر یوې اداري پروسې د یادې چارې بدلول، په ازمېښتي توګه په کابل او هرات ولایتونو کې درګرده اجرا کېږي.

د نړیوال بانک د سوداګرۍ ترسره کولو پروګرام مدیر مپیرتا کاپول وایي "اصلاح پلوه ولایتی چارواکي د ښو کړنو په ترسره کولو چې اوس مهال په یو شمېر ولایتونو کې یې پروسه دوام لري، کولی شي جوت تغیرات رامنځته کړي. په اداري چارو کې چټکتیا، د  لګښتونو کمښت او د پېچلو بیروکراتیکو پروسو اسانول به ولایتی متشبثین وهڅوي څو پانګه اچونه وکړي او د هوساینې په راوستو کې رغنده رول ولوبوي. راپور همداراز په مرکز کې د پالیسي جوړونکو او ولایتونو او ښاروالیو ترمنځ د بحث او د نظرونو د شریکولو پر مهم والي هم ټینګار کړی دی څو جوته شي چې کومې کړنې په کومو ځاینو کې اغېزمن ثابت کیدلئ شي."

په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول ۲۰۱۷ دا ولایتی راپور، د نړيوال بانک د شاخصونو نړيوالې ډلې چې افغانستان کې د پانګونې چاپېریال برابرولو د پروګرام برخه ده، لخوا ترتیب شوی دی.

 

د ولایتونو په کچه سوداګرۍ ترسره کولو په اړه

د ولایتونو په کچه سوداګرۍ ترسره کول په اړه یاد څېړنیز راپور کټ مټ هماغه کړندود (میتودولوژي) کاروي چې د نړیوال سوداګري ترسره کولو په مطالعاتو کې کارېږي. د دغه راپور موخه دا ده چې د سوداګریزو تنظیمونکو مقرراتو او د یوه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د پلي کولو د څرنګوالي توپیرونه وپېژندل شي.  د ولایتونو په کچه د سوداګرۍ ترسره کول پروژې د حکومتونو په غوښتنه ترسره کېږي. 

د رسنیو اړیکې
په واشنګټن
اندیرا چاند
تیلفون: ۲۰۲۴۵۸۰۴۳۴
ichand@worldbank.org
په کابل
عبدالرووف ضیاء
infoafghanistan@worldbank.org



د مطبوعاتي خپرونې شمیره:
SAR/2017

Api
Api

Welcome